کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه ۱۶۹۰ افغان کډوال راستانه شول

20 قوس 1402 ساعت 15:41

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تېره ورځ (یکشنبه د قوس ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: په هرات ولایت کې د سرحدي پولیسو د قومندان د معلوماتو له مخې، د راستنیدونکو له جملې څخه ۳۳۴ تنه اړمن پیژندل شوي او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره.

ویل شوي، چې په پوله کې د مسؤلینو له لوري ۳۲ کورنیو ته د ۱۰ زره افغانیو، د ۷۳ کسانو په ګډون ۳۵ کورنیو ته یو یو سیم کارت په وړیا توګه ویشل شوی دی.

په همدې حال کې ویل کېږي چې له ایران څخه شاوخوا ۷۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 282013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282013/له-ایران-څخه-۱۶۹۰-افغان-کډوال-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com