دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 281987
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: اسلامي امارت په ننني افغانستان کې یو واقعیت دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، اسلامي امارت داعش نه، بلکې په ننني افغانستان کې یو واقعیت دي
افغان غږ خبری آژانس: امیر عبداللهیان د سې شنبې په ورځ (قوس ۱۸) د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت اوس مهال د داعش ډلې پر ضد جګړه کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې جامع حکومت به نه جوړوي.

عبداللهیان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې یوازینۍ حل لاره د یوه جامع حکومت جوړول دي او تهران باید په افغانستان کې د لا زیات امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.

ده همدارنګ زیاته کړي چې افغانستان هغه وخت د ثبات او امنیت په لاره کښېنئ چې ټول قومونه د دغه هېواد په اداره او حکومتدارۍ کښې ونډه ولري.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې حاکم نظام ټول شموله دی او ټول قومونه د حکومت په آیینه کې ځانونه ویني او دا بهیر د بشپړیدو په لور روان دی.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې امنیت د اسلامي امارت لپاره یوه مهمه مسئله ده ځکه په افغانستان کې د امنیت تامین د سیمې او ګاونډیو هیوادونو له ثبات سره مرسته کوي.
https://avapress.com/vdcaa6nu049nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته