دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 281961
"حمیدرضا احمدي" په مزارشریف کې د ایران د قونسلګرۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو
د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو خبر ورکړی، چې "حمیدرضا احمدي" په مزار شریف کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د رسنیو د راپور له مخې، په مزارشریف کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قونسلګرۍ نوی مشر حمیدرضا احمدی، د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وکتل او د وضعیت او د مهمو محورونو په اړه بحث او خبرې وکړې او د مزارشریف د ماموریت په ساحه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه یې د کاري پلان په اړه خبرې وکړې.

د فارس د خبر له مخې، په دغه کتنه کښې امیر عبداللهیان د دوه اړخیزو اقتصادی او کلتوری تعاملاتو او اړیکو د پراختیا په ضرورت باندې تاکید وکړ او د دوه اړخیزو اقتصادی او کلتوری اړیکو د پراختیا په ضرورت یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جنرال قونسل په توګه د سید حسن یحیوي دنده پای ته ورسیده.
https://avapress.com/vdccesqis2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته