کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"حمیدرضا احمدي" په مزارشریف کې د ایران د قونسلګرۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو

20 قوس 1402 ساعت 9:49

د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو خبر ورکړی، چې "حمیدرضا احمدي" په مزار شریف کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.


آوا - تهران: د ایران د رسنیو د راپور له مخې، په مزارشریف کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قونسلګرۍ نوی مشر حمیدرضا احمدی، د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وکتل او د وضعیت او د مهمو محورونو په اړه بحث او خبرې وکړې او د مزارشریف د ماموریت په ساحه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه یې د کاري پلان په اړه خبرې وکړې.

د فارس د خبر له مخې، په دغه کتنه کښې امیر عبداللهیان د دوه اړخیزو اقتصادی او کلتوری تعاملاتو او اړیکو د پراختیا په ضرورت باندې تاکید وکړ او د دوه اړخیزو اقتصادی او کلتوری اړیکو د پراختیا په ضرورت یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جنرال قونسل په توګه د سید حسن یحیوي دنده پای ته ورسیده.


د مطلب کود: 281961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281961/حمیدرضا-احمدي-په-مزارشریف-کې-د-ایران-قونسلګرۍ-نوي-مشر-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com