دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 281937
د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۱۰۰ زره کسان په نشه يي توکو روږد راټول شوي
د افغانستان ملي ټلویزیون نن خبر ورکړ، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه شاوخوا سل زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (قوس ۱۹مه) د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له قوله لیکلی، چې دغه شمېر روږدی کسان له راټولېدو وروسته روغتیایی مرکزونو ته ورپېژندل شوی دی.
 
د دغې رسنۍ په راپور کې د دې پروسې د څرنګوالي او په طبي مرکزونو کې د دغو کسانو د درملنې د څرنګوالي او د څومره کسانو د درملنې په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
 
د ملي تلويزيون د راپور له مخې، په پام کې ده چې په هغو ولايتونو کې چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات دى، د روږدو کسانو د درملنې لپاره لس نوي مرکزونه جوړېږي.
 
اسلامي امارت د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړه.
https://avapress.com/vdcfmyd0ew6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته