کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۱۰۰ زره کسان په نشه يي توکو روږد راټول شوي

19 قوس 1402 ساعت 15:23

د افغانستان ملي ټلویزیون نن خبر ورکړ، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه شاوخوا سل زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي.


آوا - کابل: نن یکشنبه (قوس ۱۹مه) د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له قوله لیکلی، چې دغه شمېر روږدی کسان له راټولېدو وروسته روغتیایی مرکزونو ته ورپېژندل شوی دی.
 
د دغې رسنۍ په راپور کې د دې پروسې د څرنګوالي او په طبي مرکزونو کې د دغو کسانو د درملنې د څرنګوالي او د څومره کسانو د درملنې په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
 
د ملي تلويزيون د راپور له مخې، په پام کې ده چې په هغو ولايتونو کې چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات دى، د روږدو کسانو د درملنې لپاره لس نوي مرکزونه جوړېږي.
 
اسلامي امارت د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړه.


د مطلب کود: 281937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281937/د-اسلامي-امارت-له-جوړېدو-راهیسې-هېواد-ګوټ-څخه-۱۰۰-زره-کسان-په-نشه-يي-توکو-روږد-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com