دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 281903
اسلامي امارت له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې له پانګوالو سره په کتنه کې له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د ترکیې د مرمر ډبرو د شرکت له مشر "آمی‌اغلوی" او د اناتولي علماوو له مشر سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، د بل هر وخت په پرتله د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې او بهرني هېوادونه کولای شي د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا ترکي سوداګرو په افغانستان کې د مرمر ډبرو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې له چینایي شرکتونو سره د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.
https://avapress.com/vdciuzarpt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته