کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي

19 قوس 1402 ساعت 10:47

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې له پانګوالو سره په کتنه کې له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د ترکیې د مرمر ډبرو د شرکت له مشر "آمی‌اغلوی" او د اناتولي علماوو له مشر سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، د بل هر وخت په پرتله د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې او بهرني هېوادونه کولای شي د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا ترکي سوداګرو په افغانستان کې د مرمر ډبرو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې له چینایي شرکتونو سره د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.


د مطلب کود: 281903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281903/اسلامي-امارت-له-هېوادونو-وغوښتل-چې-د-افغانستان-کانونو-په-سکتور-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com