دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 281869
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له پاکستان څخه له راستنو شویو څه باندې ۱۱ زره کورنیو سره مرسته وشوه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر ۱۱ زره او ۸۵ هغو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي، چې له پاکستان څخه راستنې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ (قوس ۱۸) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د قوس ۱۱مې څخه د قوس تر ۱۶مې پورې له ۱۱ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د بلخ، سمنګان، سرپل، ننګرهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندهار، فراه، میدان وردګ، خوست، هلمند، غزني، لغمان اږ لوګر  ولایتونو له یو شمېر کورنیو سره شوې دي. 

د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، روغتیايي خدمات، کمپلې، د سولر تختې او یو شمېر څاروي شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې هم په ننګرهار، لغمان او خوست ولايتونو کې پر يو شمېر بې وزله او راستنېدونکو کورنيو خوراکي توکي وېشلي وو.
https://avapress.com/vdcjmve8huqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته