دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 281760
په پکتیا ولایت کې د ښځو لپاره یوه روغتون جوړ شو
د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ناروې کمیټې په مالي مرسته د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت د ښځو لپاره ځانګړی روغتون جوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خپله پاڼه کې لیکلي، چې د ښځو دغه روغتون د ناروې کمیټې له خوا جوړ شوی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه روغتون ټول کارکوونکي چې د مور او ماشوم لپاره خدمات وړاندې کوي، ښځې دي.

ځايي اوسېدونکو د دغه ډول روغتونونو د جوړېدو هرکلی کړی او د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په راټيټولو کې يې اغېزمن ګڼي.

د یادولو وړ ده چې دا په پکتیا ولایت کې د ښځو لپاره لومړنی روغتون دی چې د ناروې کمیټې لخوا جوړیږي.
https://avapress.com/vdcjmve8yuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته