د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ناروې کمیټې په مالي مرسته د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت د ښځو لپاره ځانګړی روغتون جوړ شوی دی.
په پکتیا ولایت کې د ښځو لپاره یوه روغتون جوړ شو
16 قوس 1402 ساعت 10:54
د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ناروې کمیټې په مالي مرسته د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت د ښځو لپاره ځانګړی روغتون جوړ شوی دی.
آوا - کابل: د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خپله پاڼه کې لیکلي، چې د ښځو دغه روغتون د ناروې کمیټې له خوا جوړ شوی دی.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه روغتون ټول کارکوونکي چې د مور او ماشوم لپاره خدمات وړاندې کوي، ښځې دي.
ځايي اوسېدونکو د دغه ډول روغتونونو د جوړېدو هرکلی کړی او د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په راټيټولو کې يې اغېزمن ګڼي.
د یادولو وړ ده چې دا په پکتیا ولایت کې د ښځو لپاره لومړنی روغتون دی چې د ناروې کمیټې لخوا جوړیږي.
د مطلب کود: 281760