افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مولوی عبدالسلام هجرت وایی، د دې غونډې موخه له زلزله ځپلو سره د لا زیاتو مرستو، د پاکو اوبو برابرول، د اوبو رسولو د شبکو ترمیم او جوړول دی په هغه ولسوالۍ او کلي چې د زلزلې له امله ويجاړ شوي او يا زيانمن شوي دي.
ښاغلي هجرت دغه راز د اسلام کلا په پوله کې د روغتيايي کلينيک د جوړولو، سيمې ته د روغتيايي او صنايعو د بسته بندۍ په لېږدولو، د يو شمېر ترميم او بيارغونې او د ماشومانو او ښځو لپاره د خيمو په لېږدولو کې د يونيسف ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز ويل شوي چې په دې غونډه کې په هرات کې د يونيسف د دفتر مسوولينو ژمنه وکړه چې په راتلونکي (٢٠٢٤) کال کې به د زلزلې ځپلو او هغو ولسواليو ته چې له وچکالۍ سره مخ دي زياته پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت په تېرو څو مياشتو کې د زلزلې، وچکالۍ او له ايران څخه د کډوالو د راتګ په څېر له بحرانونو سره مخ دى، چې نړيوالو مرستو ته جدي اړتيا لري.