کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام لپاره د "یونیسف" د همکارۍ ژمنه

15 قوس 1402 ساعت 15:40

په هرات کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) استازو د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د دغه ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.


آوا - هرات: د هرات ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس مولوی عبدالسلام هجرت وایی، د دې غونډې موخه له زلزله ځپلو سره د لا زیاتو مرستو، د پاکو اوبو برابرول، د اوبو رسولو د شبکو ترمیم او جوړول دی په هغه ولسوالۍ او کلي چې د زلزلې له امله ويجاړ شوي او يا زيانمن شوي دي.

ښاغلي هجرت دغه راز د اسلام کلا په پوله کې د روغتيايي کلينيک د جوړولو، سيمې ته د روغتيايي او صنايعو د بسته بندۍ په لېږدولو، د يو شمېر ترميم او بيارغونې او د ماشومانو او ښځو لپاره د خيمو په لېږدولو کې د يونيسف ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

دغه راز ويل شوي چې په دې غونډه کې په هرات کې د يونيسف د دفتر مسوولينو ژمنه وکړه چې په راتلونکي (٢٠٢٤) کال کې به د زلزلې ځپلو او هغو ولسواليو ته چې له وچکالۍ سره مخ دي زياته پاملرنه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت په تېرو څو مياشتو کې د زلزلې، وچکالۍ او له ايران څخه د کډوالو د راتګ په څېر له بحرانونو سره مخ دى، چې نړيوالو مرستو ته جدي اړتيا لري.


د مطلب کود: 281731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281731/د-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-مرستو-دوام-لپاره-یونیسف-همکارۍ-ژمنه

آوا
  https://www.avapress.com