دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 281651
په ټول هیواد کې د ټکسي رنګ بدلولو پیل شو
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست په ټول هېواد کې د ټکسيانو د رنګ له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزي او سپین» ته د بدلولو کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، قوس ۱۴) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست پرېکړه کړې چې د ټکسيانو رنګ له ژیړ او سپین څخه "روښانه فیروزي او سپین" ته بدل کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نن په ښار کې رنګ شوي ټکسي په فعالیت پیل وکړ.

تر دې مخکې د ښار د ټکسيانو رنګ زېړ او سپين و.
https://avapress.com/vdciwzarzt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته