کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ټول هیواد کې د ټکسي رنګ بدلولو پیل شو

14 قوس 1402 ساعت 15:17

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست په ټول هېواد کې د ټکسيانو د رنګ له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزي او سپین» ته د بدلولو کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، قوس ۱۴) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست پرېکړه کړې چې د ټکسيانو رنګ له ژیړ او سپین څخه "روښانه فیروزي او سپین" ته بدل کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نن په ښار کې رنګ شوي ټکسي په فعالیت پیل وکړ.

تر دې مخکې د ښار د ټکسيانو رنګ زېړ او سپين و.


د مطلب کود: 281651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281651/په-ټول-هیواد-کې-د-ټکسي-رنګ-بدلولو-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com