دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 281546
جاپان له افغانستان سره ۵۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو او د اړمنو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د جاپان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغو مرستو موخه په افغانستان کې اړمنو ته د بشردوستانه مرستو او لومړنیو اړتیاوو برابرول دي.

دغه سفارت ویلي دي: "موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو د عزت او پر ځان بسیا ژوند په ساتلو او ښه کولو کې مرسته وکړي."

په پام کې ده چې د جاپان نوې مرسته د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیر دولتي سازمانونو له لارې ورکړل شي.

د جاپان سفارت ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې د لومړنیو خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند د ښه والي په موخه د ۱۴۲،۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې بسته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) د شمېرو له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۲.۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې له دغو مرستو سره سره په افغانستان کې مرستندويه ادارې وايي، چې د بوديجې له کمښت سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcba8b50rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته