کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان له افغانستان سره ۵۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

13 قوس 1402 ساعت 10:59

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو او د اړمنو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.


آوا: په کابل کې د جاپان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغو مرستو موخه په افغانستان کې اړمنو ته د بشردوستانه مرستو او لومړنیو اړتیاوو برابرول دي.

دغه سفارت ویلي دي: "موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو د عزت او پر ځان بسیا ژوند په ساتلو او ښه کولو کې مرسته وکړي."

په پام کې ده چې د جاپان نوې مرسته د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیر دولتي سازمانونو له لارې ورکړل شي.

د جاپان سفارت ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې د لومړنیو خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند د ښه والي په موخه د ۱۴۲،۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې بسته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) د شمېرو له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۲.۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې له دغو مرستو سره سره په افغانستان کې مرستندويه ادارې وايي، چې د بوديجې له کمښت سره مخ دي.


د مطلب کود: 281546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281546/جاپان-له-افغانستان-سره-۵۸-میلیونه-ډالره-مرسته-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com