افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې مراسمو کې د هرات پوهنتون رییس مفتی عبدالغفار ابوالحکمت وویل، دغه پوهنتون د ځوانانو لپاره د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.
دغه راز د هرات ولايت مرستيال مولوي حيات الله مهاجر هم د ساينس په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل، چې دوى هڅه کوي، چې د ټولنې اړتياوې پوره کړي او علمي مرکزونه يې جوړ کړي.
مولوي مهاجر زیاته کړه: د ځوانو کارکوونکو او سالمې استفادې سره کولای شو د خپلې ټولنې اړتیاوې ژر تر ژره پوره کړو.
د هرات مرستیال والي څرګنده کړه: اسلامي امارت غواړي چې د ډاکټرانو او انجینرانو تر څنګ یو عالم او په دیني علومو کې تکړه شخص ولري.
له دې مراسمو وروسته د هېواد د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم د هېواد ځوانانو ته په خطاب کې وویل: فکري مبارزه پیل کړئ او د علم په ترلاسه کولو سره د دښمن غلطو افکارو ته ماتې ورکړئ.
د لوړو زده کړو وزیر د دغه وزارت د فعالیتونو په اړه هم وویل: اسلامي امارت د پوهنې د نظام د پرمختګ لپاره کلک هوډ لري.
مولوي ندیم زیاته کړه: د هیواد د ښوونیز نظام د کیفیت د لوړولو په موخه د ټولو پوهنتونونو لپاره د لابراتوارونو، د کتابتونونو د غني کولو او د زیربناوو د جوړولو کار روان دی.
ښاغلي ندیم زیاته کړه: د هرات ولایت لپاره د دیني متخصصینو یوه ټولنه جوړه شوې او د تحصیلي بورسونو په برخه کې هم هڅې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ۷۵۴۰ تنه محصلين د هرات پوهنتون له ۱۶ بېلابېلو څانګو څخه فارغ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې هرات پوهنتون د هېواد په لوېديځ کې يو له سترو علمي مرکزونو څخه دى، چې د هېواد د ټولو ولايتونو زرګونه محصلين پکې په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي.