دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 281535
چارواکي: د شنبې په ورځ شاوخوا ۴۴۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوې
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې تېره شنبه د قوس په ۱۱مه د تورخم له پولې شاوخوا ۴۴۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نوم لیکنې او تثبیت کمیټې چارواکي هم خبر ورکوي، چې د پکتیکا د اډو انګور اډې له لارې ۳ کورنۍ راستنې شوې دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو مهاجرو اخراج د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې چټک شوی دی. د راپورونو له مخې شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ دي.

اسلام آباد تور لګوي چې په پاکستان کې په وروستیو چاودنو کې یو شمېر افغان اتباع هم لاس لري، خو د اسلامي امارت حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

نړیوالو سازمانونو ویلي چې له پاکستانه تر ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjtve8iuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته