کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د شنبې په ورځ شاوخوا ۴۴۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوې

13 قوس 1402 ساعت 9:42

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې تېره شنبه د قوس په ۱۱مه د تورخم له پولې شاوخوا ۴۴۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې.


آوا - کابل: د نوم لیکنې او تثبیت کمیټې چارواکي هم خبر ورکوي، چې د پکتیکا د اډو انګور اډې له لارې ۳ کورنۍ راستنې شوې دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو مهاجرو اخراج د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې چټک شوی دی. د راپورونو له مخې شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ دي.

اسلام آباد تور لګوي چې په پاکستان کې په وروستیو چاودنو کې یو شمېر افغان اتباع هم لاس لري، خو د اسلامي امارت حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

نړیوالو سازمانونو ویلي چې له پاکستانه تر ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 281535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281535/چارواکي-د-شنبې-په-ورځ-شاوخوا-۴۴۰-کورنۍ-تورخم-له-لارې-افغانستان-ته-راستانه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com