دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 281417
نفاق د دښمن یوازینی هدف دی/ دولت هڅه کوي چې د دې پیښې عاملین ونیسي
د هرات ولايت مرستيال وايي، نفاق د دښمن يواځينۍ موخه ده، نو خلک بايد پرېنږدي چې دښمنان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د سرپرست والي مرستیال مولوي مهاجر فراهي د هرات د پروني تروریستي برید په غبرګون کې وايي چې د دښمنانو لپاره د ښه امنیتي وضعیت زغمل ګران کار دی نو هڅه کوي د قومي اختلافاتو سره زموږ د خلکو تر منځ تفرقه رامنځته کړي.

مولوي مہاجر همداراز وویل: زموږ هغه خلک چې کلونه کلونه په ورورګلوۍ کې ژوند کړي، هیڅکله به هم په دې ډول مسایلو کې سره ونه ویشل شي.

د مرستيال والي د دفتر رييس هم ټينګار وکړ، چې حکومت د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې کوي.

پرون ماسپښین شاوخوا ۲ بجې په هرات کې د یوه ترهګریز برید له امله د ۲ دیني عالمانو او ۴ ملکي وګړو په ګډون ۶ تنه شهیدان او ۳ نور ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcizzaryt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته