افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رویټرز خبری آژانس د راپور له مخې، د بشری حقونو مدافع وکیل عمر اعجاز ګیلانی وایی: «د بیړنی حالت له کبله، چې هره ورځ په زرګونو خلک ځوریږی، ما له محکمې څخه د دې کار غوښتنه کړې ده چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې دا قضیه تر څیړني لاندی ونیسي.
د دې مدافع وکیل ویلي دي چې د دریو قاضیانو یوه هیئت به د دې قضیې په اړه پریکړه وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان ډان خبری آژانس خبر ورکړی، چې محکمې ته یې یوه نوې عریضه سپارلې، چې وايي په پاکستان کې زېږېدلي افغان ماشومان د تابعیت حق لري.
ګیلاني دا هم وویل: "په پاکستان کې زیږیدلي ماشومان باید د دوی د طبیعي حق له امله بیرته راستانه نشي."
ویل کیږي چې په پاکستان کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې ۱.۷ میلیونه یې د اوسېدو اسناد نه لري.
د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان د "غیرقانوني" مهاجرینو لپاره د هیواد څخه د وتلو نیټه وټاکه.
تر اوسه پورې په سلګونو زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې ویلي یې دي، پاکستاني چارواکو د افغانانو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي، څو هغوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.