دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 281379
مرکزي بانک: هېوادوال کولای شي په اونۍ کې تر ۷۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو څخه وباسي
د هېواد مرکزي بانک اعلان وکړ چې له خصوصي بانکونو څخه د هېوادوالو د پیسو د ایستلو حد هره اوونۍ له ۵۰ زرو څخه ۷۰ زرو افغانیو ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه بانک د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانیو انفرادي حساب لرونکي کولای شي په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په میاشت کې ۲۵۰ زره افغانۍ وباسي.
 
د بانک د خبرپاڼې له مخې، انفرادي ډالر حساب لرونکي کولی شي په اونۍ کې 1,000 ډالر او په میاشت کې 3,000 ډالر وباسي.
 
دغه بانک همدا راز ټینګار کړی چې د دولتي او غیر دولتي شرکتونو پېرودونکي کولای شي د خپلو پیسو ۵ سلنه له سوداګریزو بانکونو څخه وباسي، که د دوی میاشتني ایستل له ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو څخه زیات نه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به هېوادوالو په اونۍ کې يو ځل له خپلو زېرمو څخه پنځوس زره افغانۍ ايستلو کولې.
https://avapress.com/vdcfeyd01w6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته