کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک: هېوادوال کولای شي په اونۍ کې تر ۷۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو څخه وباسي

10 قوس 1402 ساعت 11:19

د هېواد مرکزي بانک اعلان وکړ چې له خصوصي بانکونو څخه د هېوادوالو د پیسو د ایستلو حد هره اوونۍ له ۵۰ زرو څخه ۷۰ زرو افغانیو ته لوړ شوی دی.


آوا - کابل: دغه بانک د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانیو انفرادي حساب لرونکي کولای شي په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په میاشت کې ۲۵۰ زره افغانۍ وباسي.
 
د بانک د خبرپاڼې له مخې، انفرادي ډالر حساب لرونکي کولی شي په اونۍ کې 1,000 ډالر او په میاشت کې 3,000 ډالر وباسي.
 
دغه بانک همدا راز ټینګار کړی چې د دولتي او غیر دولتي شرکتونو پېرودونکي کولای شي د خپلو پیسو ۵ سلنه له سوداګریزو بانکونو څخه وباسي، که د دوی میاشتني ایستل له ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو څخه زیات نه وي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به هېوادوالو په اونۍ کې يو ځل له خپلو زېرمو څخه پنځوس زره افغانۍ ايستلو کولې.


د مطلب کود: 281379

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281379/مرکزي-بانک-هېوادوال-کولای-شي-په-اونۍ-کې-تر-۷۰-زره-افغانۍ-له-خپلو-حسابونو-څخه-وباسي

آوا
  https://www.avapress.com