دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 280960
تېره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران څخه د افغان مهاجرینو د راستنیدو په لړ کې تیره ورځ شاوخوا دوه زره افغان مهاجرین له ایران څخه هیواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (قوس ۲مه) په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ (قوس ۱) ۱۹۵۷ تنه افغان کډوال په ایران کې میشت دي. دوی د اسلام کلا له لارې هیواد ته ننوتل.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړه چې د دغو کسانو یو شمیر په خپله خوښه له ایران څخه ویستل شوي او یو شمیر نور یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو او راستنېدو لړۍ په جدي توګه روانه ده.
https://avapress.com/vdcaiwnuw49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته