کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول

2 قوس 1402 ساعت 13:59

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران څخه د افغان مهاجرینو د راستنیدو په لړ کې تیره ورځ شاوخوا دوه زره افغان مهاجرین له ایران څخه هیواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (قوس ۲مه) په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ (قوس ۱) ۱۹۵۷ تنه افغان کډوال په ایران کې میشت دي. دوی د اسلام کلا له لارې هیواد ته ننوتل.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړه چې د دغو کسانو یو شمیر په خپله خوښه له ایران څخه ویستل شوي او یو شمیر نور یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو او راستنېدو لړۍ په جدي توګه روانه ده.


د مطلب کود: 280960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280960/تېره-ورځ-شاوخوا-دوه-زره-افغان-کډوال-له-ایران-څخه-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com