دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 280935
د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر بېرته ايران ته لېږدول شوي دي
د ستندرد ملي اداره وايي، ایران ته یې د تېلو ۲۱ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د دې ادارې مطبوعاتي دفتر پرون (چهارشنبه، قوس ۱) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: دغه ټانکرونه چې په ټیټ کیفیت تیل بار وو، له فراه بندر څخه ایران ته راستانه شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي سټنډرډ ادارې په پوره جديت سره هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
 
دغه رياست په خپله خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو هم غوښتي، چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي، که نه نو د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي سټنډرډ ادارې لسګونه ټانکرونه چې د بې کيفيته تېلو لېږدول، د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه بېرته هېواد ته راستانه کړي دي.
https://avapress.com/vdcc1xqip2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته