کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر بېرته ايران ته لېږدول شوي دي

2 قوس 1402 ساعت 9:13

د ستندرد ملي اداره وايي، ایران ته یې د تېلو ۲۱ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته استولي دي.


آوا – کابل: د دې ادارې مطبوعاتي دفتر پرون (چهارشنبه، قوس ۱) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: دغه ټانکرونه چې په ټیټ کیفیت تیل بار وو، له فراه بندر څخه ایران ته راستانه شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي سټنډرډ ادارې په پوره جديت سره هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي سونګ توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
 
دغه رياست په خپله خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو هم غوښتي، چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي، که نه نو د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي سټنډرډ ادارې لسګونه ټانکرونه چې د بې کيفيته تېلو لېږدول، د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه بېرته هېواد ته راستانه کړي دي.


د مطلب کود: 280935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280935/د-ټيټ-کيفيت-لرونکي-تېل-وړونکي-ټانکر-بېرته-ايران-ته-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com