دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 280890
د تورخم لاره له څو ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د تورخم لاره چې تېره ورځ په موقت ډول تړل شوې وه اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي مولت وايي، پاکستاني لوري پخواني قوانین منلي او د بار وړونکو موټرو چلوونکي کولای شي چې له پاسپورټ او ویزې پرته له دې لارې تګ راتګ وکړي.
 
د تورخم دروازه پرون ماسپښین د پاکستاني پوځیانو له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه او د بار وړونکو موټرو له چلوونکو یې د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کوله.
 
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو او مصروفو لارو څخه دی، چې وخت په وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د پاکستان له خوا تړل کېږي.
https://avapress.com/vdccoxqix2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته