کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره له څو ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

1 قوس 1402 ساعت 13:29

د تورخم لاره چې تېره ورځ په موقت ډول تړل شوې وه اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.


آوا - کابل: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قریشي مولت وايي، پاکستاني لوري پخواني قوانین منلي او د بار وړونکو موټرو چلوونکي کولای شي چې له پاسپورټ او ویزې پرته له دې لارې تګ راتګ وکړي.
 
د تورخم دروازه پرون ماسپښین د پاکستاني پوځیانو له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه او د بار وړونکو موټرو له چلوونکو یې د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کوله.
 
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو او مصروفو لارو څخه دی، چې وخت په وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د پاکستان له خوا تړل کېږي.


د مطلب کود: 280890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280890/د-تورخم-لاره-له-څو-ساعتونو-وروسته-ترافیکو-پرمخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com