دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 280859
د شپږم ځل لپاره د پنجشیر یو شمېر زمرد د لیلام له لارې وپلورل شول
د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، د شپږم ځل لپاره په دغه ولایت کې ۳۶۴۰ کاراټ زمرد کانونه د ۱۹۸۴۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر له کانونو څخه د نویو استخراج شویو زمردو شپږم محصول د پنجشیر د والي حافظ محمد اغا حکیم، د پنجشیر د کانونو د څارنې د کمیټې او د ډبرو د یو شمیر سوداګرو په حضور کې د لیلام له لارې وپلورل شو.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د پنجشير د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري وويل چې په دې ليلام کې چې نن سه شنبه د سلواغې په ٣٠مه؛ ۳۶۴۰ قیراط زمرد د ۱۹۸۴۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد سوداګرو ته پلورل شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې دغه زمرد بکس په شفافه فضا او په لوړه بيه پلورل کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د پنځو زمردو يو بل صندوق چې ټولټال ٢٥٩ قيراط وزن او ارزښت يې ١١٧٧٠٠ ډالره و، د ليلام له لارې وپلورل شو.
https://avapress.com/vdchmvniw23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته