دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 280814
په هېواد کې د بانکي تادیاتو نوی سیستم فعال شو
د افغانستان د مالیې وزارت او د افغانستان مرکزي بانک د چارواکو په وینا، د دغه بانک له خوا جوړ شوی د انټربینک تادیاتو نوی سیستم (ACSS) پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکو د مرکزي بانک له خوا د تادیاتو د انټربینک سیستم (ACSS) پرانیسته وکړه.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سیستم په پیلیدو سره به مرکزي بانک له نورو بانکي سیستمونو او پولي خدمتونو سره چې پخوا په مالیې وزارت کې فعال شوي و وصل شي، چې د کاري اسانتیاوو په رامنځته کولو کې اغیزمن تمامیږي.
 
دغه راز دغه سیستم به د مالیې وزارت له خوا د ملي عوایدو په راټولولو، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د تطبیق او د انټر بانکي اړیکو په برخه کې مثبتې پایلې ولري.
https://avapress.com/vdcizuar5t1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته