کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د بانکي تادیاتو نوی سیستم فعال شو

30 عقرب 1402 ساعت 13:37

د افغانستان د مالیې وزارت او د افغانستان مرکزي بانک د چارواکو په وینا، د دغه بانک له خوا جوړ شوی د انټربینک تادیاتو نوی سیستم (ACSS) پرانیستل شو.


آوا – کابل: د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکو د مرکزي بانک له خوا د تادیاتو د انټربینک سیستم (ACSS) پرانیسته وکړه.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سیستم په پیلیدو سره به مرکزي بانک له نورو بانکي سیستمونو او پولي خدمتونو سره چې پخوا په مالیې وزارت کې فعال شوي و وصل شي، چې د کاري اسانتیاوو په رامنځته کولو کې اغیزمن تمامیږي.
 
دغه راز دغه سیستم به د مالیې وزارت له خوا د ملي عوایدو په راټولولو، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د تطبیق او د انټر بانکي اړیکو په برخه کې مثبتې پایلې ولري.


د مطلب کود: 280814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280814/په-هېواد-کې-د-بانکي-تادیاتو-نوی-سیستم-فعال-شو

آوا
  https://www.avapress.com