دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 280782
د مهاجرت نړیوال سازمان په کندز ولایت کې پر سلګونو راستنیدونکو کورنیو مرستې وویشل
د مهاجرت نړیوال سازمان په کندز کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست او له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ له پاکستان او ایران څخه په سلګونو راستنیدونکو کورنیو ته نغدي او غیرې نغدي مرستې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مهاجرت نړیوال سازمان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست او له طبیعی پیښو سره د مبارزی ریاست په همغږۍ په کندز ولایت کې له ایران او پاکستان څخه له سلګونو راستنیدونکو کورنیو سره مرسته وکړه.
 
د کندز د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي عبدالولي محمدي وويل، چې د مرستو په دې پړاو کې پر ۷۹۱ کورنيو ژمنۍ جامې او نغدې مرستې وېشل شوې دي.
 
نوموړي دغه راز په دغه ولايت کې له راستنېدونکو سره د مرستو د لړۍ د دوام اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcc4xqii2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته