کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرت نړیوال سازمان په کندز ولایت کې پر سلګونو راستنیدونکو کورنیو مرستې وویشل

30 عقرب 1402 ساعت 10:05

د مهاجرت نړیوال سازمان په کندز کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست او له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ له پاکستان او ایران څخه په سلګونو راستنیدونکو کورنیو ته نغدي او غیرې نغدي مرستې وویشل.


آوا - مزارشریف: د مهاجرت نړیوال سازمان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست او له طبیعی پیښو سره د مبارزی ریاست په همغږۍ په کندز ولایت کې له ایران او پاکستان څخه له سلګونو راستنیدونکو کورنیو سره مرسته وکړه.
 
د کندز د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي عبدالولي محمدي وويل، چې د مرستو په دې پړاو کې پر ۷۹۱ کورنيو ژمنۍ جامې او نغدې مرستې وېشل شوې دي.
 
نوموړي دغه راز په دغه ولايت کې له راستنېدونکو سره د مرستو د لړۍ د دوام اعلان وکړ.


د مطلب کود: 280782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280782/د-مهاجرت-نړیوال-سازمان-په-کندز-ولایت-کې-پر-سلګونو-راستنیدونکو-کورنیو-مرستې-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com