افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایی، چې په دغه ولایت کې له یو زرو ۱۴۶ اړمنو کورنیو سره د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) په تخنیکی همکارۍ مرسته وشوه. د روښان ظرفیت د ښوونیز او پراختیا انستیتیوت (NECDO) نغدې پیسې وویشل شوې.
ویل کیږي، چې هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
په همدې حال کې د سمنګان ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې پر ۱۳۵۰ کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکړی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، دال او د ماشومانو لپاره ټونيک شامل دي.
همدارنګه په غور کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې له ۸۵۰ شتمنو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان کړی دی.
په غور کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د «ایکشن ایډ» موسسې له لوري د دغه ولایت هر بزګر ته ۷۳۰۶ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
د وښو برابرول، د څارویو د ضایع کیدو مخنیوی او له بزګرانو سره مرسته هغه موارد دي، چې له دغو کورنیو سره مرسته شوې ده.