کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په درېيو ولايتونو کې څه دپاسه درې زره کورنيو نغدي او خوراکي توکي ترلاسه کړل

28 عقرب 1402 ساعت 12:55

په میدان وردګ، سمنګان او غور ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په یادو ولایتونو کې پر ۳۳۴۷ کورنیو نغدي او خوراکي توکي ویشل شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایی، چې په دغه ولایت کې له یو زرو ۱۴۶ اړمنو کورنیو سره د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) په تخنیکی همکارۍ مرسته وشوه. د روښان ظرفیت د ښوونیز او پراختیا انستیتیوت (NECDO) نغدې پیسې وویشل شوې.
 
ویل کیږي، چې هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
 
په همدې حال کې د سمنګان ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې پر ۱۳۵۰ کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکړی دی.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په مرسته شويو توکو کې اوړه، غوړي، دال او د ماشومانو لپاره ټونيک شامل دي.
 
همدارنګه په غور کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې له ۸۵۰ شتمنو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان کړی دی.
 
په غور کې د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د «ایکشن ایډ» موسسې له لوري د دغه ولایت هر بزګر ته ۷۳۰۶ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
 
د وښو برابرول، د څارویو د ضایع کیدو مخنیوی او له بزګرانو سره مرسته هغه موارد دي، چې له دغو کورنیو سره مرسته شوې ده.


د مطلب کود: 280657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280657/په-درېيو-ولايتونو-کې-څه-دپاسه-درې-زره-کورنيو-نغدي-او-خوراکي-توکي-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com