دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 280444
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو سند لاسلیک شو
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه د سې شنبې په ورځ د عقرب په ۲۳مه د اسلام اباد په ښار کې جوړه شوه او د درې اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو سند لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خاجیوف ګډون کړی و.
 
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې پر راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر شته ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
 
ویل شوي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیتي ناستې د دقیقې متن د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییز اتصال پر پیاوړتیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو پر زیاتوالي، د ګډو پانګونو پر زیاتولو او د لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وشوې. د ګمرکي سیستم پر برښنایي کولو، د بانکي سیستم په پیاوړتیا او پراختیا، د خوراکي توکو خوندیتوب، د ویزو په صادرولو، د ټرانزیټي ستونزو پر حل او د درې اړخیزه ټرانزیټ په پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
 
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دا د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. د سوداګرۍ، پانګونې او اتصال په برخه کې د دغو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.
https://avapress.com/vdchkvnik23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته