کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو سند لاسلیک شو

24 عقرب 1402 ساعت 16:17

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه د سې شنبې په ورځ د عقرب په ۲۳مه د اسلام اباد په ښار کې جوړه شوه او د درې اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو سند لاسلیک شو.


آوا - کابل: په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خاجیوف ګډون کړی و.
 
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې پر راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر شته ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
 
ویل شوي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیتي ناستې د دقیقې متن د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییز اتصال پر پیاوړتیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو پر زیاتوالي، د ګډو پانګونو پر زیاتولو او د لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وشوې. د ګمرکي سیستم پر برښنایي کولو، د بانکي سیستم په پیاوړتیا او پراختیا، د خوراکي توکو خوندیتوب، د ویزو په صادرولو، د ټرانزیټي ستونزو پر حل او د درې اړخیزه ټرانزیټ په پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
 
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دا د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. د سوداګرۍ، پانګونې او اتصال په برخه کې د دغو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.


د مطلب کود: 280444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280444/د-افغانستان-پاکستان-او-ازبکستان-ترمنځ-سوداګریزو-ترانزیتي-همکاریو-سند-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com