دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 280419
"فلای دوبۍ" هوايي شرکت له دوو کلونو وروسته هغه کابل ته خپل پروازونه بیا پیل کړل
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د لومړي وزیر د دفتر د اقتصادي مرستیال او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پرله پسې هڅو په پایله کې له شاوخوا دوو کلونو وروسته د فلای دوبۍ هوايي شرکت؛ نن چهارشنبه د عقرب ۲۴ مه کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (د عقرب ۲۴ مه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د لومړي وزیر د دفتر او د وزارت د اقتصادي مرستیال د پرله پسې هڅو په پایله کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له شاوخوا دوو کلونو وروسته د "فلای دوبۍ" هوايي شرکت نن (چهارشنبه د عقرب ٢٤مه) کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړې.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې کابل ته د "فلای دوبۍ" د الوتنو پیل د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان هوايي حریم د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راستانه شوی او د افغانستان ټولو هوايي ډګرونو ته لازمې اسانتیاوې او معیاري خدمات وړاندې کیږي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د "فلای دوبۍ" الوتنې پیل د مناسبو بیو په ټاکلو کې د هوايي شرکتونو ترمنځ سالم رقابت ته لاره هواروي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست له ړنګېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.
https://avapress.com/vdcjvye8huqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته