کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"فلای دوبۍ" هوايي شرکت له دوو کلونو وروسته هغه کابل ته خپل پروازونه بیا پیل کړل

24 عقرب 1402 ساعت 11:55

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د لومړي وزیر د دفتر د اقتصادي مرستیال او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پرله پسې هڅو په پایله کې له شاوخوا دوو کلونو وروسته د فلای دوبۍ هوايي شرکت؛ نن چهارشنبه د عقرب ۲۴ مه کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل شوې.


آوا - کابل: نن چهارشنبه (د عقرب ۲۴ مه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د لومړي وزیر د دفتر او د وزارت د اقتصادي مرستیال د پرله پسې هڅو په پایله کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له شاوخوا دوو کلونو وروسته د "فلای دوبۍ" هوايي شرکت نن (چهارشنبه د عقرب ٢٤مه) کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړې.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې کابل ته د "فلای دوبۍ" د الوتنو پیل د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان هوايي حریم د هر ډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راستانه شوی او د افغانستان ټولو هوايي ډګرونو ته لازمې اسانتیاوې او معیاري خدمات وړاندې کیږي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د "فلای دوبۍ" الوتنې پیل د مناسبو بیو په ټاکلو کې د هوايي شرکتونو ترمنځ سالم رقابت ته لاره هواروي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست له ړنګېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.


د مطلب کود: 280419

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/280419/فلای-دوبۍ-هوايي-شرکت-له-دوو-کلونو-وروسته-هغه-کابل-ته-خپل-پروازونه-بیا-پیل-کړل

آوا
  https://www.avapress.net