دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 280347
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته روانه شوه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي هېوادونو د فوټبال د سیالیو د دویم پړاو د غوراوي پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال ملي لوبډله له کابله قطر ته روانه شوه.
 
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام او اسیا ملتونو جام سیالیو په دوهم پړاو کې له قطر، کویټ او هند سره مخامخ شي.
 
د دغه پړاو په لومړي پړاو کې به د فوټبال ملي لوبډله لومړۍ لوبه د روانې میاشتې په ۲۵ نېټه له قطر سره او دویمه لوبه به د سلواغې په ۳۰مه له کویټ سره ترسره شي.
 
د افغانستان درېیمه لوبه له هند سره او د دې پړاو بیرته ستنیدونکي سیالۍ به د راتلونکي هجري لمریز کال د می په میاشت کې ترسره شي.
 
د فوټبال ملي لوبډلې په دې پړاو کې د قطر پر وړاندې لوبه د انګلستان د روزونکي اشلي مایکل ویسټ ووډ په مشرۍ د دوی لومړۍ لوبه ده.
https://avapress.com/vdcjxye8auqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته