دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 280170
افغان لوبغاړي د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس ورزشکار محمد ایوب اعظمي په جنوبي کوریا کې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: د بدنی روزنې او سپورت ریاست وایی چې اعظمی په دغو سیالیو کې د سلو کیلوګرامو په وزن سره له عراق، ازبکستان او هند څخه د خپلو سیالانو په وړاندې د سپینو زرو مډال وګاټه.
 
د بدن جوړونې او فټنس نړیواله سیالۍ د سویلي کوریا په کوربه توب او د 40 هیوادونو اضافي ورزشکارانو په ګډون سره ترسره شوې.
 
په دغو سیالیو کې د افغانستان د بدن د ښکلا او فټنس بل ملي لوبغاړی علیرضا اساهي وتوانید چې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګټي.
https://avapress.com/vdcd5z0xzyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته