کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان لوبغاړي د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

20 عقرب 1402 ساعت 13:24

د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس ورزشکار محمد ایوب اعظمي په جنوبي کوریا کې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.


آوا: د بدنی روزنې او سپورت ریاست وایی چې اعظمی په دغو سیالیو کې د سلو کیلوګرامو په وزن سره له عراق، ازبکستان او هند څخه د خپلو سیالانو په وړاندې د سپینو زرو مډال وګاټه.
 
د بدن جوړونې او فټنس نړیواله سیالۍ د سویلي کوریا په کوربه توب او د 40 هیوادونو اضافي ورزشکارانو په ګډون سره ترسره شوې.
 
په دغو سیالیو کې د افغانستان د بدن د ښکلا او فټنس بل ملي لوبغاړی علیرضا اساهي وتوانید چې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګټي.


د مطلب کود: 280170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280170/افغان-لوبغاړي-د-بدن-ښکلا-په-نړیوالو-سیالیو-کې-سپینو-زرو-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com