دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 280063
د کورنیو چارو وزارت سرپرست تورخم بندر ته تللی دی
ملي ټلویزیون راپور ورکړ چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د تورخم په پوله د سفر پر مهال له پاکستانه د شړل شویو کډوالو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون چهارشنبه د عقرب ۱۷ مه د افغانستان ملي ټلویزیون تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سفر خبر ورکړ.
 
ویل شوي چې له ښاغلي حقاني سره به د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري، د حج او اوقافو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او یو شمېر شخصیتونه هم مل وي.
 
په راپور کې ویل شوي، چې ښاغلي حقاني تورخم ته د خپل سفر پر مهال له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو له کمپ څخه هم لیدنه وکړه.
https://avapress.com/vdcep78wxjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته