دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 280043
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کسانو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو خلکو، په زوره راستنېدونکو او په پاکستان کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو، په زوره راستنېدونکو او په پاکستان کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
 
د مرستو له نوې بستې څخه دغې اتحادیې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو ته ۶۰ میلیونه یورو او پاکستاني موسسو ته یو میلیون یورو ځانګړې کړي دي.
 
اروپايي ټولنې دا هم ویلي، چې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران د حل لپاره هم ولګول شي، چې نږدې نیمايي وګړي یې له سخت خوراکي خوندیتوب سره مخ دي.
 
دغې اتحادیې ټینګار کړی، چې له دې بودجې سره؛ د هېواد په لوېديځ کې د زلزلې له امله زيانمن شويو خلکو ته به سرپناه، روغتيايي خدمتونه، اوبه او خواړه برابر شي.
 
اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې د دغې بودیجې یوه برخه به د هغو پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره ولګول شي، چې په کوربه ټولنه کې د ساتنې او ملاتړ په لومړیتوبونو سره افغانستان ته ستنېږي.
 
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه سږ کال ۹۴ میلیونه یورو بشري مرستې کړې دي.
https://avapress.net/vdcc0xqi12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته