کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کسانو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړه

17 عقرب 1402 ساعت 16:50

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو خلکو، په زوره راستنېدونکو او په پاکستان کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.


آوا - کابل: اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو، په زوره راستنېدونکو او په پاکستان کې له پناه غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
 
د مرستو له نوې بستې څخه دغې اتحادیې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو ته ۶۰ میلیونه یورو او پاکستاني موسسو ته یو میلیون یورو ځانګړې کړي دي.
 
اروپايي ټولنې دا هم ویلي، چې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران د حل لپاره هم ولګول شي، چې نږدې نیمايي وګړي یې له سخت خوراکي خوندیتوب سره مخ دي.
 
دغې اتحادیې ټینګار کړی، چې له دې بودجې سره؛ د هېواد په لوېديځ کې د زلزلې له امله زيانمن شويو خلکو ته به سرپناه، روغتيايي خدمتونه، اوبه او خواړه برابر شي.
 
اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې د دغې بودیجې یوه برخه به د هغو پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره ولګول شي، چې په کوربه ټولنه کې د ساتنې او ملاتړ په لومړیتوبونو سره افغانستان ته ستنېږي.
 
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه سږ کال ۹۴ میلیونه یورو بشري مرستې کړې دي.


د مطلب کود: 280043

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280043/اروپايي-ټولنې-په-افغانستان-کې-له-زیانمنو-شویو-کسانو-سره-۶۱-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com