دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 279979
د هرات – غور لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده
د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د هرات – غور لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه لویه لار د عقرب د میاشتې له ۱۵مې نیټې څخه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
 
سیمیز اوسېدونکو ویلي، چې د سېلاب له امله د شهرک غور او چشت هرات ولسوالیو ترمنځ یو کیلومتر سړک ویجاړ شوی دی.
 
د غور ځايي چارواکو هم ویلي، چې د هرات – غور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې او ډېر ژر به بېرته پرانیستل شي.
 
د هرات – غور لویه لار د هېواد په لوېدیځ کې یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی چې هره ورځ پرې سلګونه موټر تګ راتګ کوي.
https://avapress.com/vdciy3ar3t1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته