کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات – غور لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده

16 عقرب 1402 ساعت 17:53

د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د هرات – غور لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده.


آوا: رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه لویه لار د عقرب د میاشتې له ۱۵مې نیټې څخه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
 
سیمیز اوسېدونکو ویلي، چې د سېلاب له امله د شهرک غور او چشت هرات ولسوالیو ترمنځ یو کیلومتر سړک ویجاړ شوی دی.
 
د غور ځايي چارواکو هم ویلي، چې د هرات – غور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې او ډېر ژر به بېرته پرانیستل شي.
 
د هرات – غور لویه لار د هېواد په لوېدیځ کې یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی چې هره ورځ پرې سلګونه موټر تګ راتګ کوي.


د مطلب کود: 279979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279979/د-هرات-غور-لویه-لار-سیلابونو-له-امله-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com