دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 279882
نړیواله محکمه دې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه ژر اقدام وکړي
د اسلامي امارت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نړۍ له ټولو اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د فلسطین له مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي او زیاته یې کړه چې نړیواله محکمه باید د فلسطین د مظلومو خلکو د جنایتونو په اړه ژر او جدي اقدام وکړي.
وا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام ویاند عبدالحکیم حقاني په یوه بیان کې ویلي، چې د صهیونیسټي رژيم او غاصب اسرائیلو هوايي او ځمکني بریدونه له څه مودې راهیسې روان دي. اوس هم د فلسطین د مظلومو مسلمانانو په خلاف د ظلمونو په نتیجه کښې د ښځو او ماشومانو په شمول په زرګونو کسان شهیدان شوی او ګڼ شمیر زخمیان شوی دی، روغتونونه، جوماتونه او کورونه وران شوی دی.
 
حقاني په دغه اعلاميه کې ويلي دي: د صهيونيسټ رژيم او غاصب اسرائيلو پوځيانو د نړيوالو قوانينو په خلاف، د غزې له اوسېدونکو څخه هر ډول خوراکي توکي، اوبه، دواوی، برېښنا او د ژوند نور ضروريات پرې کړي دي. چې له امله یې د غزې او ځینو نورو سیمو مظلوم مسلمانان له سختو ستونزو سره مخ دي.
 
د اسلامی امارت سترې محکمې د صهیونیسټ رژیم دغه جنایتونه په کلکو ټکو وغندل او دصهیونیسټ رژیم دغه عمل یې له بشری حقوقو څخه سرغړونه وبلله .
 
اعلامیه زیاتوي: موږ هم د فلسطین له مظلوم ملت څخه خپل ملاتړ اعلانوو او د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غواړو چې د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاتې نه شي.
 
سترې محکمې له نړیوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه بیړنی او جدی اقدام وکړی .
 
له دې مخکې اسلامی امارت رسمی اعلامیې صادرې کړې او دفلسطین له مقاومته یې خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او دصهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل .
 
د یادولو وړ ده چې د الاقصی د سترو عملیاتو د پیل راهیسې د افغانستان په پلازمینه او بیلا بیلو ښارونو کې د خلکو لخوا د زرګونو تنو په خلاف مظاهرې شوي دي.
https://avapress.com/vdcbw9b55rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته